پاکستان ملګرو ملتونو ته: د امریکا ـ طالبانو د شوي تړون سخته ساتنه وکړئ

0 63

پاکستان پر ملګرو ملتونو غږ کړی دی، چې د امریکا او طالبانو د قطر تړون سخته ساتنه وکړي.

له ملګرو ملتونو څخه دغه غوښتنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تازه کړې ده.

پاکستان ویلي، د امریکا او طالبانو پر شوي تړون دې څار وشي او هېچاته دې اجازه ورنه کړل شي چې دغه هوکړه زیانمنه کړي.

بلخوا، د طالبانو مشر ملا هبت الله هم په خپل وروستي اختریز پیغام کې د پاکستان په څېر له امریکا غوښتي وو چې اجازه ورنه کړي تر څو د دوی ترمنځ شوی تړون زیانمن شي.

Comments
Loading...