پاکستان قبایلې سیمې بې تعلیمه ساتي

0 45

د خیبر پښتونخوا قبایلې سیمې د نورو په پرتله له کرونا ویروس ډېرې زیانمنې شوې دي.

هلته د پاکستان حکومت د خلکو له پاره عادي امکانات هم نه دي برابر کړي.

کله چې د کرونا ویروس خپور شو په ډۍرو سیمو کې زده کړې په انلاین بڼه پیل شوې، خو په قبایلې سیمو کې چې انترنت او حتی تیلیفون کار نه کوي له دې بهیره پاتې دي.

 د کورمې اوسېدونکي وايي‌ په سیمه کې يې موبایل ټيليفون لا کار نه کوي،‌ انټرنیټ خو لرې خبره ده‌.

د پښتونخوا په همدې قبایلي سیمو کې له مودې راهیسې پاکستانیو چارواکو انټرنیټ ځکه تړلی،‌ چې د دوی په خبره هلته امنیتي ستونزې وې، خو کله يې هم دا نه دي ویلي، چې له انټرنیټ سره کومې ستونزې را پورته کېږي.‌

د سیمې اوسیدونکي وایي د پاکستان لومړي وزیر د مارچ میاشتې په نهمه په مومندو کې یوې غونډې ته په خبرو کې ژمنه کړې وه چې هلته به انترنیتي شبکې بیا فعالوي، خو لاهم دا کار نه دی شوی.

 د خیبر اوسیدونکي وایي عمران خان باید خپله ژمنه پوره کړي.

  د سویلي وزیرستان ځینې اوسیدونکي وایي خلک ځکه دغه سیمې ته نشي تللی چې په اوسنیو شرایطو کې چې کرونا هرڅه تړلي له زده کړو پاتې کیږي ځکه جنوبی وزیرستان کې انترنت کار نه کوي.

د سوېلي وزیرستان په واڼه کې زدکوونکو د همدې لپاره په تېره اونۍ کې دوه ځلې احتجاجونه هم وکړل.‌

Comments
Loading...