پاکستان د افغان کډوالو په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي

0 52

په پاکستان کې تر اقتصادي بحراني وضعیت وروسته دې هېواد د افغان کډوالو په اړه په ډېری مواردو کې نرمښت راوست.

 اوس افغان کډوال کولای شي پاکستاني بانکونو کې اکاونټونه جوړ کړي، ازادانه سوداګري وکړي او د خپلو اقتصادي او سیاسي موخو لپاره یې په لویو لارو کې د سفر پر مهال هم پولیس افغان کډوال ډېر نه ځوروي.

تازه پاکستان یو وار بیا د افغان کډوالو موضوع راپورته کړې او ټاکل شوې د روانې فبروري په ۱۷ او ۱۸ په اسلام اباد کې دوه ورځنی نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه کنفرانس کې به په خوندي ډول بېرته افغانستان ته د افغان کډوالو د ګرځولو پر لارو چارو بحث وشي.

خو په ورته مهال افغان شنونکي وایي، پاکستان تل له افغان کډوالو څخه د وسیلې په توګه استفاده کړې او په راتلونکي نړیوال کنفرانس جوړولو سره یو وار بیا غواړي د ملګرو ملتونو د کډوالو له نړیوالې ادارې او نورو نړیوالو سازمانونو مرستې او پیسې ترلاسه کړي.

تر دې ولسمشر غني د سولې په خبرو کې د پاکستان رول ته په اشارې ویلي، چې که پاکستان په افغان سوله کې مثبت رول ولوبوي، نو افغانستان حاضر دی چې د یوې واقعي تګلارې پر اساس په اتلسو میاشتو کې له پاکستان څخه ټول افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه کړي.

Comments
Loading...