پاکستان: د افغانستان ملي امنیت دې اسلم فاروقي مونږ ته راوسپاري

0 42

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان ملي امنیت دې د داعش د خراسان څانګې نیول شوی رهبر اسلم فاروقي چې د اورکزو ایجنسۍ اوسېدونکی دی، مونږ ته راوسپاري.

پاکستان دغه غوښتنه نن رسمآ له افغان حکومت څخه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې فاروقي دې مونږ ته وسپارل شي چې نورې څېړنې ترې وکړو.

اسلم فاروقي روانه اوونۍ د ملي امنیت لخوا کندهار ولایت کې ونیول شو.

له اسلم فاروقي سره درې قوماندانان او شل نور جنګیالي هم وو.

اسلم فاروقي څوک دی؟

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، اسلم فاروقي یا عبدالله اورکزی پاکستانی نظامي، د پیښور نظامي مسوول، له ابو سعید باجوړي وروسته د داعش خراسان مشر او د کابل شور بازار د سیکانو په درمسال د برید طراح و چې له ۱۹ نورو کسانو سره یو ځای یې د افغانستان په سویل کې نیولی دی.

عبدالله اورکزی د اسلم فاروقي په نوم هم پیژندل کېده، د اورکزیو د اخونزادګانو کلي اوسېدونکی او د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې والي دی.

د ملي امنیت په وینا، د دغه ترهګر طراح پر ضد عملیاتو کې یې د قاري زاهد او سیف الله مشهور په ابو طلحه پاکستاني په ګډون ۱۹ ترهګر نیولي دي.

ملي امنیت وایي عبدالله اورکزي یا اسلم فاروقي ورته په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې د داعش ډلې له خراسان څانګې سره د سیمه ییزو استخباراتو پراخو اړیکو نه هم پرده جګه کړې ده.

عبدالله اورکزی چې د پیښور پخوانی نظامي مسوول تېر شوی، وایي داعش سره له یو ځای کېدو وروسته د ننګرهار، اچین ولسوالۍ په عبدالخیلو کې د داعش د عملیاتو مشر و.

نوموړی په افغانستان کې د داعش ډلې د مشر ابوسعید باجوړي له وژل کېدو وروسته د هغه ځای ناستی ټاکل شوی او ویلي یې دي چې د پاکستان له ترهګرو ډلو لشکر طیبې او حقاني شبکې سره یې نږدې اړیکې وې.

ملي امنیت ویلي، له عبدالله سره بل نیول شوی کس قاري زاهد چې په معاذ مشهور دی په افغانستان کې د داعش نظامي مشر او سیف الله چې د ابو طلحه پاکستاني په نامه پیژندل شوی ، په ننګرهار ولایت کې د داعش مختلف قتیبو لپاره د خلکو استخدام او ګمارلو مسؤلیت په غاړه درلود.

Comments
Loading...