پاکستان بیا پر افغان خاوره توغندیز بریدونه کړي

0 44

د سیمې اوسېدونکي وایي، له کلونو راهیسې د پاکستان پوځیانو له لورې پر لعلپورې او ګوشتې ولسوالیو راکټي بریدونه کیږي چې له کبله یې زرګونه کورنۍ خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوي دي.

د ننګرهار چارواکي بیا پر افغان خاوره د پاکستان راکټي بریدونه ښکاره سرغړونه او تېری بولي.

پاکستاني پوځیان د لعلپورې ولسوالۍ تر څنګ په ګوشتې او د کونړ ولایت په ځینو ولسوالیو هم وخت نا وخت راکټي بریدونه کوي.

افغان حکومت په وار، وار ددې ستونزې د هواري له لارې له ډيپلوماټیکو لارو د حل هڅه کړې، خو تراوسه هم لا دا چاره دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې افغان حکومت پر افغان خاوره د پاکستان تیري له کبله ملګرو ملتونو ته شکایت هم کړی و.

افغان حکومت په خپل شکایت کې له ملګرو ملتونو غوښتي وه چې دې ستونزې ته اغېزمنه لار ولټوي.

د افغانستان حکومت د  شمېرو له مخې له ۲۰۱۲ ز کال را پدېخوا تر ۲۰۱۷ زکال پورې د پاکستان له لوري پر افغان خاوره ۲۸ زره او ۸۰۰ څخه زیات د هاوان مرمۍ او توپونه را توغول شوي چې له کبله یې ۸۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

همداراز پاکستان له ۲۰۱۸ ز کال تر اوسه ۱۶۰ ځله د افغانستان پر حریم تېری کړی او له ۶ زرو زیات د هاوان مرمۍ یې پر افغان خاوره توغولې دي.

Comments
Loading...