پاکستانی پلاوی د بښنې غوښتلو لپاره کابل ته راغلی

0 122

یوه دولتي سرچینه وایي، وروسته له هغه چې د پاکستان استخباراتو په اسلام کې له افغان سفیر سره بد چلند وکړ او افغان حکومت د پاکستان پر دې کار اعتراض وکړ او هغه یې د نړیوالو ډيپلوماتیکو اصولو خلاف وباله، نو یو پاکستانی پلاوی نن دوشنبه له افغان حکومت د بښنې غوښتلو لپاره کابل ته راغلی دی.

د دغه پلاوي مشري د ای ایس ای رئیس او د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کوي. دغه پلاوی به په افغان سوله او امنیت هم له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

وروسته له هغه چې پاکستان په کابل کې خپلې ویزې بندې کړې او خپل کارکوونکي یې دندو ته پرېنښودل، نو په پاکستان کې د افغانستان سفیر د ای ایس ای له لوري احضار شو او له هغه سره بد چلند وشو.

د پاکستان له لوري د بد چلند پر وړاندې افغان حکومت جدي غبرګون وښود او دا کار یې د نړیوالو ډيپلوماتیکو اصولو خلاف وباله. اوس پاکستان یو وار بیا هڅه کوي له افغان حکومت سره خپلې اړیکې بېرته عادي کړي.

Comments
Loading...