پارون په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د تفصیلي پلان څښتن شو

0 58

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د لومړي ځل لپاره د نورستان ولایت مرکز پارون لپاره تفصیلي پلان جوړ او په ښاري پراختیا عالي شورا کې تر تائید وروسته په تازه توګه د دغه وزارت سرپرست وزیر له خوا منظور شو.
په خبرپاڼې کې راغلي چې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محمد جواد پیکار د دغه پلان منظوري پر مهال وویل، د نورستان ولايت لپاره د خطيب العالمي نړيوالې کمپنۍ د قرارداد له مخې روښانه نقشه او ليدلوری رامنځته شي چې ورسره نورستان به د هېواد په کچه د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو د پام وړ وګرځي.
د يادولو ده چې په دې تفصيلي پلان کې ۴۲ فعاليتونه په ځانګړي ډول د کرکټ لوبغالي، موزیم او د سيلانيانو لپاره د استوګنيزو بلاکونو جوړول ځای پر ځای شوي دي.

Comments
Loading...