ټرمپ غوسه دی چې ولې یې د افغانستان د جګړې د حل نمایش ناکام شو

0 90

نړیوالو رسنیو د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډولډ ټرمپ غوښتل چې د نوبل جایزه واخلي او هغه ژمنې یو ډول عملي شوې وښیي چې د ټاکنو پروخت کې کړې وې.

ان بي سي شبکې د امریکایی چارواکو له قوله ویلي چې ټرمپ په خپلو همکارانو فشار راوړی و چې د افغانستان د جګړې د حل په برخه  داسې یو نمایش وړاندې کړي چې دی بریالی وښیي.

دا خبرې شبکه واویي د امریکا ولسمشر دوې اونۍ مخکې د سولې د نوبل جایزې د ترلاسه کولو په موخه د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له یوه خبرداري سره کابل ته ولیږه.

 دغې خبرې شبکې د دوو چارواکو له قوله ویلي چې ټرمپ په خصوصي ډول په خپلو همکارانو فشار راوړی و چې دا نمایش وړاندې کړي.

دوې ورځې وړاندې د امریکایي چارواکو له قوله داسې راپور خپور کړ چې واشنګټن غواړي د افغانستان د امنیتي ځواکونو له لګښتونو څخه خپل یو میلیارد ډالره مرسته کمه کړي.

دا چارواکي وایي ټرمپ غوسه دی چې ولې یې دا هیله پوره نه شوه.

 سپینې ماڼۍ تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 ان بي سي ته یوه امریکایي چارواکي ویلي واشنګټن امیدار و چې د ټرمپ خبرداري به اغیزناک واقع شي، خو هسې ونشول.

Comments
Loading...