ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو د پایلو پر نه اعلان اندېښنه وښوده

0 104

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې وايي، ټاکنو کمېسیون باید ټاکنیز بهیر کې موجود بن بست پای ته ورسوي.

هغې چې نن يې د یو شمېر ټاکنیز ټيمونو او سیاسي ګوندونو له استازو سره غونډه درلوده ویلي، له دې بن بست د وتلو یواځینۍ لار د قوانینو او لوایحو پلی کول دي.

د هغې په وینا، د ټاکنو کمېسیون لخوا د جمهوري ریاست پایلو اعلان کې ځنډ اندېښمن کړي یوو.

نوموړې پر ټاکنیزو ټيمونو غږ وکړ چې ټاکنو کمېسیون خپل کار ته پرېږدي.

Comments
Loading...