يوناما: تېرو شپږو میاشتو کې ۳۴۵۸ ملکیانو ته تلفات اوښتي

0 32

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې درې نیم زرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یوناما په دې راپور کې راغلي، چې په دې ډله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو زر ۲۸۲ تنه وژل شوي او دوه زره ۱۷۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یوناما د راپور پر اساس، د ملکیانو د مرګ ژوبلې عمده عوامل مخامخ جګړې، ځمکني ماینونه او بمبار ښودل شوي دي.

Comments
Loading...