ولسي جرګه: هغه سوله چې په ټویټ ځي ـ راځي تل پاتې او باعزته نه ده

0 48

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو نن د افغان سولې بهیر ته په اشارې ویلي، هغه سوله چې په ټویټ ځي ـ راځي تل پاتې او باعزته نه ده.

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ټینګار کړی دی، که طالبان اوربند کوي، نو همدا يې وخت دی، که يې نه کوي او افغان وژنې ته دوام ورکوي، نو د شرم ځای دی ورته.

د ولسي جرګې بل غړي محمد مهدي ناصر بیا ویلي، یو شمېر کسان یوازې ددې لپاره اوس د سولې پلوي کوي چې طالبانو ورته څوکۍ او واک منلي دي.

Comments
Loading...