ولسمشر ټرمپ: طالبانو سره پر یوې نوې هوکړې کار کوو

0 54

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له امریکایۍ فاکس نیوز خبري شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي، له افغان طالبانو سره پر یوې نوې هوکړې کار کوي. ولسمشر ټرمپ ویلي، تېر ځل هم دوی هوکړې ته نژدې شوي وو، خو طالبانو بریدونه وکړل، خلک یې ووژل او له همدې کبله هغه مهال هوکړه ونشوه.

ولسمشر ټرمپ همدا راز ویلي، دی د سولې لپاره کار کوي او په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر به کموي. د هغه په وینا، په سوریه کې یې هم د امریکایي پوځیانو شمېر کم کړی، خو د تېلو سیمې یې خوندي کړې دي.

فاکس نیوز تلویزیون سره په یوه غږیزه مرکه کې ولسمشر ټرمپ وویل:

موږ افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کموو. له طالبانو سره پر یوې هوکړې کار کوو. ګورو چې څه کېږي. تېر ځل چې کله هوکړې ته نژدې شوو نو طالبانو فکر وکړ چې د خلکو وژل ښه خبره ده. دوی فکر کاوه چې په دې کار سره به دوی وکړای شي چې له پیاوړي دریځه مذاکرات وکړي. ۱۲ کسان یې د دې لپاره ووژل چې ځانونه تکړه ښکاره کړي. نو ما هم ورسره لیدنه لغوه کړه. ومې ویل له دې خلکو سره معامله نه کوو “.

دې طالب بندیانو کې انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید شامل دي
د افغان حکومت لخوا خوشي شویو طالب بندیانو کې انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید شامل دي

له هغه راهیسې چې تېره سپتمبر میاشت کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو لړۍ په ناڅاپي توګه ودرول شوه، دا لومړی ځل دی چې امریکایی ولسمشر له دې ډلې سره پر یوه بله احتمالي هوکړه د خبرو اعتراف کوي.

تر اوسه د امریکا حکومت او یا هم طالبانو په خپلو منځو کې د رسمي خبرو د بېرته پیلېدو اعلان نه دی کړی. خو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا وروستیو کې یو ځل بیا د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي.

داسې ښکاري د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د یوې نوې هوکړې خبره وروسته له هغه ګرمه شوه چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ تېره اوونۍ د بندیانو تبادله وشوه.

په دې تبادله کې افغان حکومت له خپله بنده د انس حقاني په ګډون درې طالبان خوشي کړل. طالبانو هم په بدل کې کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه برمته شوي استادان او لس افغان پوځیان خوشي کړل.

غني
ولسمشر غني وایي، د طالب بندیانو خوشي کول سخت ګام دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه مهال ویلي وو، د طالب بندیانو خوشي کول سخته پرېکړه وه، خو په افغانستان کې د سولې او طالبانو سره د خبرو د بیا پیلېدو په نیت یې دا ګام پورته کړی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بندیانو په دې تبادله کې د مرستې لپاره د افغان ولسمشر او همدا راز د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان مننه کړې.

له دې وړاندې د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وو، د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د سولې په خاطر د اساسي شرط په توګه پر حتمي اوربند ټینګار کړی.

له ارګه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د متحدو ایالتونو ولسمشر له خپل افغان سیال محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغان حکومت د سولې اووه ماده ییز پلان ملاتړ هم کړی.

خبر پاڼه زیاتوي، د دواړو هېوادونو مشرانو د سولې پر پروسې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پرمختګونو خبرې کړې دي.

وروسته افغان چارواکو وویل، ولسمشر ټرمپ خپل افغان سیال ولسمشر غني ته بلنه ورکړه چې د امریکا متحدو ایالتونو ته په رسمي سفر ورشي، او دا بلنه د ولسمشر غني لخوا منل شوې ده.

 

bbc.com

Comments
Loading...