ولسمشر: نور تقسیم نه کوم، تصمیم نیسم

0 102

ولسمشر محمد اشرف غني ته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د ولسمشرپه توګه وثیقه ورکړل شوه.

دا باور لیک  د ټاکنو کمیسیون د مشرې حوا علم نورستانۍ  له خوا ولسمشر غني ته ورکړل شو.

ولسمشر وویل چې سولې راوستلو ته ژمن دی او د سولې په اړه له څلویښت کلونو وروسته یوه دریڅه خلاصه شوې او دوی په دې موخه هڅه کوي چې د خلکو هیلې او ارزوګانې په واقعیت بدلې کړي.

ولسمشر غني وویل د دوی غیږه پراخه ده او یوازې یوه ډله نه ، بلکې ټول ولس ته یې غیږه خلاصه  او له دوی سره دی.

 ولسمشر غني ټینګار وکړ چې نور ویشل نه کوي ، بلکې تصمیم به نیسي.

غني وویل د ویش او تصفیې له پاره نه دی راغلی بلکې د دې له پاره راغلي چې خلکو ته خدمت وکړي، بی سوادي ورکه کړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

هغه له امنیتي او دفاعي ځواکونو  مننه وکړه چې د ټاکنو د بهیر امنیت یې ټینګ خو هیڅ مداخله یې ونه کړه.

Comments
Loading...