ولسمشر غني مونیخ امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره آلمان ته ولاړ

0 51

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د مونیخ په ۵۶ م امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره آلمان ته ولاړل.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني به د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ګډون کوونکو هیوادونو مقاماتو سره په کتنو کې د افغانستان د سولې، امنیتي او نوور اړوندو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړي.

ولسمشر غني به مونیخ امنیتي کنفرانس ته وینا هم وکړي.

 ارګ په یو بیانیه کې ویلي، ولسمشر غني د مونیخ امنیتي ناستې په څنډو کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره د افغان سولې او امنیت په تړاو خبرې وکړي.

Comments
Loading...