ولسمشر غني: د بخش اباد د بند جوړولو کار به ژر پیل شي

0 59

ولسمشر غني‌ نن د فراه ولایت ته  د سفر پر مهال د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلي چې د افغانستان حکومت د اوبو د مدیریت په برخه کې جدي‌ اراده لري.

له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي ولسمشر غني د خپل سفر په ترڅ کې له قومي مخورو او علماوو سره په لیدنه کې ویلي چې د بخش اباد بند جوړولو کار به ډېر ژر پیل شي.

د خبر پاڼې له مخې ولسمشر غني د یاد ولایت د متنفذینو یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې د بخش اباد اوبو بند جوړولو ټول لومړني کارونه بشپړ شوي دي او ډېر ژر به یې د جوړولو عملي کارونه هم پیل شي.

هغه دغه راز ویلي د دغه بند جوړولو د طرحې او ډیزاین کارونه پای ته رسېدلي او د تونلونو قرارداد به یې تر راتلونکو دوو اونیو د تدارکاتو کمېسیون ته هم وړاندې شي.

 غني ویلي چې حکومت د اوبو د مدیریت ترڅنګ د فراه د امنیت د ټینګښت په برخه کې هم جدي اراده لري دی وایې چې په دغه ولایت کې له موجودو ځواکونو څخه د امنیت د ټینګېدو لپاره د کار اخیستې لپاره څېړنې هم روانې دي .

دا په داسې حال کې ده چې  نن له غرمې وړاندې فراه ولایت ته د ولسمشر غني د رسېدو سره سم د دغه ولایت پر هوايي ډګر دوه راکټونه لګېدلي و خو ویل کېږي چې چاته یې زیان نه دی اړولی.

د یادونې وړده چې تېره چهار شنبه ولسمشر  محمد اشرف غني په یو لنډ یو ورځني سفر د افغانستان ختيځ ولایت کونړ ته هم په سفر تللی و چې د سفر په ترڅ کې د ۷۷۷ میلیونو افغانیو په لګښت اته بېلابېلې پروژې ګتې اخیستنې ته وسپارلې.

ولسمشر کونړ ته په سفر کې د ۷۷۷ میلیونو افغانیو په لګښت اته پروژې ګټې اخیستنې  ته وسپارلې  چې پکښي یو ۲۰۰ بستریز روغتون، د نجونو لیلیه، د روغتون اداري ودانۍ او داسې نوري رغنیزې پروژې شاملي وې.

Comments
Loading...