ولسمشر: سخت تصامیم هغه وخت نیول کېږي چې د هېواد رهبران پر خپلو ځواکونو باور ولري

0 57

ولسمشر محمد اشرف غني د ملي دفاع وزارت له رهبرۍ سره کتلي دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي دفاع وزارت رهبرۍ د خپلو کار کړنو او وروستیو لاسته راوړنو په اړه ولسمشر ته مالومات ورکړل.

خبرپاڼه کاږي، ولسمشر د ملي دفاع وزارت رهبرۍ ته په خطاب کې ویلي، تاسو هر یو د افغانستان د عظیم ملت او د نړیوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره لرئ.

ولسمشر ټینګار کړی دی، زما غوښتنه تل دا وه چې افغانستان د غښتلې ملي اردو لرونکی وي، هغه اردو چې په متانت د مشروع قوې د استعمال واک ولري.

هغه د ټاکنو د امنیت تامین او په ټاکنیزو چارو کې د ملي دفاع وزارت د منسوبینو نه مداخله ستایلې او ټینګار يې کړی دی چې اوس امنیتي ځواکونه په ملي بنسټ بدل شوي او د قانون په چوکاټ کې د دې هیواد د ملي ګټو ساتنه کوي.

نوموړي زیاته کړې په تېرو پنځو کلونو کې د ملي اردو په ظرفیتونو کې اساسي بدلونونه راغلي او زموږ ملي اردو له ټولو هغو خطرونو سره په قوت مبارزه کړې چې زموږ هیواد او خلک ورسره مخ دي.

ولسمشر څرګنده کړې، لوی او سخت تصمیمونه هغه وخت نیول کېږي چې د یوه هیواد رهبران د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په وړتیاوو بشپړ باور ولري.

ولسمشر غني له تېرو څوو میاشتو راهېسې له ټولو دولتي ادارو، په ځانګړې توګه له امنیتي ارګانونو سره جدي ناستې پيل کړي چې د اصلاحاتو په پروګرامونو کار وکړي.

د هېواد ولسمشر همدا راز دغه ناسته کې د ملي دفاع وزارت رهبرۍ ته د هغوی د ترفیعاتو مبارکي هم ورکړې ده.

Comments
Loading...