ولسمشر د کابل امنیې قوماندان ته لارښوونه کړې چې په دغه ولایت کې د سراسري عملیاتو چمتووالی ونیسي

0 192

ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار له یو شمیراوسیدونکو سره په کتنه کې وویل چې ده ته  د ضایع شویو فرصتونو میراث ورپاتي دي، خو له شته امکاناتو څخه په استفادې به د کابل ښاریانو ستونزو ته لارې چارې ومومي.

هغه نن د کابل ښار د دریېمی او څوارلسمې ناحیې او پغمان ولسوالۍ له خلکو سره په کتنه کې وویل په کابل کې باید د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ باور ډیر شي او د کابل اوسنی وضعیت د منلو وړ نه دی.

ولسمشر وویل چې د بدلون له پاره باید جدي اقدامات وشي او کابل به له زورواکانو خالي کوي. هغه وایي د دې ښار مالک کابلیان دي نه زورواکان .

ولسمشر د کابل د امنیې قوماندان ته لارښوونه وکړه چې په کابل کې د سراسري عملیاتو چمتووالي ونیسي.

ولسمشر غني وویل دغاصبینونوملړ به خپریږي، دوی به ممنوع الخروج اعلانیږي او غصب شوي ملکیتونه به ترې اخیستل کیږي.

ولسمشر وویل د بریښنا لګښت به د دوو میاشتو پرځای د یوې میاشتي حسابیږي و د انترنیت بیه به ټیټه شي.

Comments
Loading...