ولسمشر د سولې د فرصتونو او احتمالي خطرونو په اړه له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره سلا مشوره پیلوي

0 94

ولسمشر محمد اشرف غني له امنیتي ځواکونو او خلکو سره له طالبانو سره د هوکړې په اړه سلا مشوره پیلوي.

د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي په پام کې ده په راتلونکې اونۍ کې ولسمشر له امنیتي او دفاعي ځواکونو، مدني ټولنې، سیاستوالو او د ټولنې له بیلابیلو قشرونو سره سلا مشوره پیل کړي.

ارګ وایي ولسمشر به خلک د سولې له جریانه خبرکړي او په دې برخه کې به له دوی سره  د احتمالي خطرونو او شته فرصتونو په اړه خبرې وکړي.

 ارګ وایي د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو له ولسمشر سره په کتنه کې ویلي چې له طالبانو سره د امریکا د هوکړې محتویات مشروط دي.

سرچینه وایي دوی ویلي چې طالبان ښایي تبلیغات وکړي، خو حقیقت دادی چې دوی حاضر شوي له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي .

 د ارګ مطبوعاتي دفتر وایي دواړو لورو د داسې میکانیزمونو په اړه هم خبرې کړې چې د سولې په بهیر کې د افغانستان دولت څارنه او مالکیت تضمینوي.

روی میکانیزم های که ِاشراف و نظارت دولت جمهوری اسلامی افغانستان را علاوه بر مالکیت روند صلح تضمین می کنند، نیز به تفصیل تبادل نظر نمودند.

ارګ د امریکا د بهرنیو چار وزیرله قوله لیکي: ” پرېږدی چې طالبان هرڅه چې وایي ووایې او له هرځایه یې چې وایې ویې دې وایي، خو واقعیت دادی چې دوی باید له ترهګرۍ او القاعده سره مخه ښه وکړي او له جګړې لاس واخلي، موږ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي وو، یو او وو به “.

ارګ وایي دولت خلکو ته ډاډ ورکوي چې دا پروسه به ټول ملکي او پوځي بنسټونه پیاوړي کړي او افغانستان شاته نه ستنیږي، بلکې د دولتي ظرفیتونو، خصوصي سکتوراو د خلکو له حقونو به  روښانه ساتنه وکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې په پام کې ده سر له راتلونکې جمعې ورځې په ټول هیواد کې د طالبانو د تاوتریخوالي کمول پیل شي.

Comments
Loading...