ولسمشر: د دوحې پلاوی د حکومت او ملت استازیتوب کوي

0 10

که څه هم طالبان وايي چې د دوحې په راتونکې ناسته کې څوک د افغان حکومت په استازي ګډون نه‌شي کولی، خو ولسمشر اشرف غني وايي، قطر ته تلونکی پلاوی د افغان دولت او افغان ملت استازیتوب کوي.
ولسمشر نن چهار شنبه په ارګ کې قطر ته د تلونکي پلاوي ځینو غړیو ته د وینا پر مهال وویل، طالبان قانع کړئ چې له دولت سره له مذاکراتو پرته بله لار نه‌لرئ او زیاتوي، یو تاریخي فرصت په لاس راغلی چې په ژور فکر او بحثونو خپلې دایمي ستونزې حل کړو. 
په دې ناسته کې جهادي رهبر عبدرب الرسول سیاف وویل، پر هېواد جنګ تحمیل شوی او د جنګ هره لحظه ناروا ده او په وینا یې د جنګ د پایته رسولو یوازېنۍ لاره تل‌پاتې او باعزته سوله ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره د افغان حکومت د ۲۵۰ کسیزه پلاوي په تعداد نیوکه کړې، خو په ورته وخت کې يې زیاته کړې چې په وروستي نوم‌لړ کې د ځینو سیاسي او مخورو کسانو نومونه نه‌شته.
ټاکل شوې د افغان حکومت ټاکل شوی پلاوی او د افغان سولې او ټینګښت لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیل‌زاد د روانې اپرېل په ۲۰مه او ۲۱مه د قطر په دوحه کې د طالبانو له ۲۵ کسیزه مرکچي پلاوي سره په بین‌افغاني مذاکراتو کې نېغ په نېغه خبرې وکړي.

Comments
Loading...