ولسمشر: د امنیتي ارګانونو لګښتونو کې د پام وړ سپما شوې ده

0 49

ولسمشر غني نن د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په لګښتونو کې د سمپا او د منابعو د ضایع کېدو مخنیوي په موخه، د امنیتي بنسټونو د مالي مدیریت هر اړخیز پلان وارزاوه.

ولسمشر غني روان کال کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په لګښتونو کې د سپما راپور له اړوندو مسوولینو واورې او د امنیتي او دفاعي بنسټونو په لګښتونو په ځانګړي ډول د تېلو، اعاشې، غیر ضروري تجهیزاتو او قراردادونو په برخو کې د سپما پر لارو چارو یې بحث کړی.

له ارګ څخه په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې هغه اړوندو مسوولینو ته دنده وسپارله، چې په امنیتي بنسټونو کې د بودجې لګښتونه باید د اغېز د زیاتوالي په اندازه ترسره شي او اړتیا ده چې سټنډرډ مالي سیستم جوړ شي.

همداراز هغه ټینګار کړی، چې په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د بودجې پلان او همداراز په دغو بنسټونو کې د سپما پلان باید د اهدافو پر اساس ترتیب شي، ترڅو د بودجې په مصرف کې مؤثریت رامنځته شي او له فساد سره دې جدي مبارزه وشي.

همداراز ولسمشر غني په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې تشکیلاتي تورم ته په اشارې د دغو بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو بنسټونو پر تشکیلاتو بیا کتنه وکړي او د تشکیلاتي تورم مخنیوی وکړي.

ولسمشر غني ویلي، د ولسوالیو په کچه دې د نظامي تاسیساتو، تجهیزاتو او وسایطو ارزونه وشي ترڅو یو واضح تصویر رامنځته شي او  د دې ارزونې پر اساس دې کمي او اړتیاوې روښانه شي او د اړتیاوو پوره کېدو لپاره دې پر یوې طرحې هم کار وشي.

ولسمشر غني د تاسیساتو، تجهیزاتو او وسایطو ساتنه او څارنه مهمه بللې او مسوولینو ته یې لارښونه کړې ترڅو د امنیتي او دفاعي بنسټونو د تاسیساتو، تجهیزاتو او وسایطو د ساتنې او څارنې لپاره پلان او منظمه برنامه ترتیب کړي.

Comments
Loading...