ولسمشر: د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه باید د طالبانو پرځای له موږ سره خبرې وشي

0 55

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، امریکا باید له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ویستو په اړه له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
ولسمشر غني وايي، که امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو په اړه له طالبانو سره خبرې کوي، دا به د نورو سختو جګړو د پیل په مانا وي.
ولسمشر غني چې د سویس په داووس ښار کې له یو شمېر نړیوالو رسنیو سره خبرې کولې وویل: “افغانان د امریکایي ځواکونو له وتو سره ستونزه نه لري، خو مذاکره پرې مهمه ده او که دا مذاکره د نورو پر ځای له افغان حکومت سره وشي، د مدیریت وړ ده. ”
ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د امریکا او طالبانو خبرې په قطر کې دوام لري.

Comments
Loading...