ولسمشر: ترڅو چې دا زړور سرتېري وي، د افغانستان اسلامي جمهوریت به تلپاتې وي

0 14

 شنبه، د زمري میاشتې دولسمه: ولسمشر محمداشرف غني د هوایي ځواک قومندانۍ د سوق او ادارې نوي مرکز څخه لیدنه کړې ده

ولسمشر غني د هیواد د وسله وال پوځ منسوبینو ته په خطاب کې ویلي: ترڅو چې دا زړور سرتېري وي، نو د افغانستان اسلامي جمهوریت به تلپاتې وي.

هغه ویلي، له تاسو هر یوه څخه مننه چې دا مقدس یونیفورم مو په تن کړی او د افغانستان بیرغ مو هسک او رپاند ساتلی.

ولسمشر همدا راز، د ملي امنیت سلاکار  حمدالله محب څخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د ښې همغږۍ او همکارۍ د رامنځته کولو له امله مننه کړې او زیاته کړې يې ده چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي رول ټولو ته واضح دی او دوی نه یوازې د خپل هیواد، بلکې بین المللي امنیت او ثبات د تامین لپاره تروریزم سره د مبارزې په لومړ ۍکرښه کې جنګېږي.

هغه زیاته کړې، چې پنځه کاله وړاندې چا د هوایي ځواک د لرلو تصور نه کاوه، مګر نن نه یوازې دا چې هوایي ځواک لرو، بلکې ورځ تر بلې پیاوړی او شمېر یې درې چنده کېږي.

 هغه په ټینګار سره وویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د همکارۍ، تمویل او تجهیز برخه کې شوې بین المللي ژمنې او تړونونه پر خپل ځای دي.

د هیواد جمهوررئیس له امریکایي سیستم څخه د هوایي ځواک د منسوبینو د ښې او موثرې استفادې وړتیا او همدارنګه د هوایي ځواک اوکمانډو ځانګړو ځواکونو د ګډو عملیاتو ستاینه وکړه. هغه ټولو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، دې تالار کې ناست هر سرتېری، بریدمل، افسر، جنرال او پیلوټ د افغانستان اتل دی او موږ ټول درباندې ویاړو.

هغه امنیتي ځواکونو ته خطاب کې ویلي: ستاسو د اتلولیو او سرښندنو له برکته موږ په هره بین المللي ناسته کې په لوړ سر او پیاوړي دریځ خبرې کوو او د افغانستان غوڅ اکثریت ستاسو ټینګ ملاتړي دي.

ولسمشر غني ویلي، په بېلابېلو غونډو کې د سرتېرو، بریدملانو، افسرانو او ټولو منسوبینو غوښتنو او وړاندیزونو ته رسېدګي کېږي. هغه زیاته کړه، شفافې، سراسري او ټولشموله ټاکنې زموږ ټولو ګډه موخه ده او په دې برخه کې امنیتي او دفاعي ځواکونه یوازې د امنیت د تامین او لوژستیک رول لري.

محمداشرف غني د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او منسوبینو ته لارښوونه وکړه چې د سولې مذاکراتو تر پیلولو پورې دې د دښمن په ځپلو تمرکز وکړي. هغه زیاته کړه، زموږ د ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او مېړانې له برکته به افغانستان تلپاتې سولې، امنیت او ثبات ته رسېږي.

Image may contain: 1 person, standing, crowd and indoor

Comments
Loading...