ولسمشر بهرنیو ډیپلماټانو ته: افغانان جمهوریت او سوله غواړي

0 132

ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې له استوګنو سفیرانو، کورډیپلوماټیک غړو او بین المللي سازمانونو له مسوولینو سره کتلي دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني بهرنیو ډیپلماټانو ته خطاب کې ویلي، چې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالېزې په مناسبت د دارالامان او پغمان ماڼیو په ګډون د هيواد د فرهنګي میراث او تاریخي ودانیو یوه برخه رغېدلې او نورې یې هم د بیارغاونې په حال کې دي.

ولسمشر ویلي: د هېواد فرهنګي میراث او تاریخي بناوې یوازې ساختمانونه، نه دي، بلکې زموږ د ملي او تاریخي هویت ښکارندوی دي.

هغه له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو، اروپایي او اسلامي هيوادونو، هند او نورو لېرې او نږدې ګاونډیو هېوادونو مرستې ستایلې دي.

ښاغلي غني څرګنده کړې چې افغانان جمهوریت او سوله غواړي او موږ د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې د رڼو، ټولشموله او عادلانه ټاکنو ترسره کولو ته ژمن یوو، ترڅو د ملت جوړونې سفر چې زموږ سیاسي او فکري خپلواکي په کې خوندي وي، په بریالیتوب سره ادامه ورکړو.

Comments
Loading...