ولسمشر: امنیتي ځواکونو ته لار ښوونه کوم چې اوربند وکړئ

0 43

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو له لوري د اوربند اعلان ستایلی دی او ویلي یې دي چې افغان ځواکونه دې هم اوربند وکړي.

ولسمشر په یو ټویټ کې ویلي، زه د طالبانو دا کار ستایم، خو افغان ځواکونه به د تعرضي برید ځواب ورکوي او دفاع به یې کوي.

د هغه په خبره، د اوربند په اړه زیات جزییات به سبا د اختر له لمانځه وروسته اعلان کړي

طالبانو نن ماښام د اختر په درېیو شپو ورځو کې اوربند اعلان کړ.

Comments
Loading...