دولت جوړونکی ټاکنیز ټيم: د ابتدایي پایلو اعلان کې نور ځنډ د زغملو نه دی

0 54

د ولسمشر غني په مشرۍ دولت ساز ټیم وایي، انتخاباتي کمېسیونونه دې له کوم ځنډ پرته ابتدايي نتایج اعلان کړي.
د دولت ساز ټیم د سیاسي کمېټې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې له کوم څرګند دلیل پرته د ټاکنو د پایلو اعلان کې ځنډ هېواد له ګونګ حالت سره مخامخ کوي او د نه شفافیت په صورت کې دغه حالت د هېواد اقتصاد او سولې پروسې ته زیان رسوي.
دولت ساز ټیم له نورو انتخاباتي ټیمونو غوښتنه کړې، چې له شواهدو او دلایلو پرته له غیر مسولانه څرګندونو ډډه وکړي او د ټاکنو په پروسه کې د شفافیت د تضمین په هدف له ټاکنیزو کمېسیونونو سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې او دوو نورو انتخاباتي ټیمونو د رایو د بیاشمېرنې بهیر سره پریکون کړی او خپل ناظرین یې له ټاکنو کمېسیون څخه ور غوښتي دي.

 

بسم الله الرحمن الرحیم
ولسمشریزو ټاکنو د پروسې په تړاو د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم د سیاسي کم‍ې‍ټې اعلامیه
لړم ۱۸مه، ۱۳۹۸


درنو هېوادوالو!
دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم سیاسي کم‍ې‍ټه چې د ګوندونو‍‍، مدني ټولنو، دیني عالمانو، قومي شوراګانو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې محترمو غړو، د افغان ولس او ټولنې مخورو مشرانو، مشهورو سیاسي او بانفوذه استازو او ځوانانو په پوره همغږی له هر اړخیزه سلا او مشورو څخه وروسته دغه رسنیزه خبرتیا د ټاکنو د ځنډ په تړاو تاسو ته چمتو کړې او وړاندې کوي:
۱. د افغانستان جمهور رئیس او د دولت جوړونکي ټیم مشر ښاغلي محمد اشرف غني پداسې حال کې د ټاکنو له پروسې څخه دفاع وکړه چې د ښکاره او پ‍ټو دسیسو له کبله د ټاکنو د نه شونتیا او نه ترسره کېدو خبرې ګرمې وې، ترڅو دهېواد غیرتي ولس له خپل روا او قانوني حق څخه چې د ټاکنو له لارې د خپل ملي زعیم ټاکل وو، محروم کړي. خو دولت جوړونکي ټیم د خپل مشر له دغه قانوني او ملي دریځ څخه په کلکه ملاتړ وکړ چې الحمد الله نن د افغانستان ولسونه وتوانېدل په ډېر شهامت او مېړانه د ټولو امنیتي ګواښونو په وړاندې یو ځل بیا دې ملي او تاریخي آزمايښت څخه بریالي او سرلوړي راووځي. د ولسمشرۍ ټاکنې بریالۍ سرته ورسېدې او د لوی څښتن په مرسته مو د افغانستان د اساسي قانون، نظام او ملت ضد توطئې او دسیسې خنثی او شن‍ډې کړې.
۲. دولت جوړونکی ټیم یو ځل بیا د هيواد دفاعي او امنیتي ارګانونو له هغو سرښندنو او مېړانې څخه مننه کوي چې د ولسواکۍ د ساتنې او ټاکنو په پروسه کې یې ډ‌اډمن امنیت رامنځ کړی وو. بیا هم د امنیتي ارګانونو د پاملرنې وړ بولو چې د دوی فریضه او دنده لا هم پای ته نه ده رسېدلې او د افغانستان ولسونه په بې صبرۍ سره د ټاکنو د پایلو د اعلان شېبې شماري، ترڅو د ولس په رایو ټاکل شوی زعامت له ځنډ او خنډ پرته د ولسواکۍ د دوام تمثیل وکړي ترڅو دولت وتوانېږي هغه دین چې د ولس په وړاندې یې لري، له ځنډ پرته د خپل ولس په وړاندې د ټولو نورو ولسواکو دولتونو په څېر د اساسي قانون په چوکاټ کې سرته ورسوي.
۳. دولت جوړونکی ټیم د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه په درنښت غوښتنه کوي چې د ټاکنو نافذه قوانینو، مقرراتو او طرزالعملونو په رڼا کې د افغانستان د ولس قانونی او مشروع حق ته په درناوي سره له خپل نوي ټاکلي مهال وېش سره سم د تلې د شپږمې ‌د ټاکنو پایلې اعلان کړي. له کوم څرګند دلیل پرته د ټاکنو د پایلو اعلان ځنډ هېواد له ګونګ حالت سره مخامخ کوي او د نه روڼتیا په صورت کې دغه ګونګ حالت د هېواد په اقتصاد او سولې پروسې ته چې افغان ولس ته لومړیتوب لري، نیغ په نېغه زیان رسوي، همدا شان له رواني پلوه ولسونه له فشار لاندې راولي. مونږ له نورو سیالو ټاکنیزو ټیمونو څخه هم احترامانه هيله کوو چې د قوانینو، کړندودونو، طرزالعملونو، لایحو او ټاکنیزو مقرراتو ته چې له وړاندې منل شوي دي، پوره درناوی وکړي او په خپلو ورځینو عادت شوو پلمو دې د خلکو د روانی رنځ، ولس امنیت، ملي اقتصاد او د سولې پروسې ته دې زیان نه رسوي. راځۍ! د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر ثابته کړو چې افغانان د خپلو نافذه قوانینو په چوکاټ کې په پوره روڼتیا او صمیمیت سره خپل سیاسي برخلیک معلومولی شي.
۴. دولت جوړونکی ټیم له ټولو ټاکنیزو ټیمونو څخه غوښتنه کوي چې له شواهدو، دلایلو او لاسوندونو پرته له غیر مسولانه څرګندونو ډډه وکړي او د ۱۳۹۸کال د ولسمشرۍ نوماندانو د کړنلارو په پام کې نیولو سره د ټاکنو په پروسه کې د روڼتیا د تضمین په موخه له ټاکنیزو کمېسیونونو سره مرسته وکړي او د ټاکنو اړوند قوانینو، کړندودونو ، طرزالعملونو، لایحو او مقرراتو په مراعتولو سره د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې لاس وهنه ونکړي، ترڅو د ټاکنو پروسې د خنډ او ګډوډی لامل ونه ګرځي. هر نوماند اړ دی چې له هر ډول دروغجنو، فتنه جوړونکو او احساساتو پارونکو څرګندونو څخه ډډه وکړي.
۵. دولت جوړونکی ټاکنیز ټیم د افغانستان له ټولو متحدو هېوادونو څخه چې له کلونه راهیسې مونږ سره د اقتصاد پر وده، د تروریزم پر وړاندې مبارزې، دولتي او ولسواکۍ بنسټونو په جوړښت کې یې مرسته کړې، مننه کوي. همدا شان له هغوی څخه په درنښت او جدیت غوښتنه کوو چې له افغان ولس سره د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د ژر اعلان پر وړاندې د خنډ‌ونو په له منځه وړلو کې هم مرسته وکړي.
۶. دولت جوړونکی ټیم خپلو پرلپسې او پراخو مشورو ته دوام ورکوي او ټینګار مو دی چې زمونږ د ټیم لپاره ولسواکي او د ولس رایه اصل دی، هیڅ ډول معامله او جوړجاړی پرې نشي کېدلی. دولت جوړونکی ټیم د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپلواکۍ ته په کتو، له دغو کمېسیونونو څخه په کلکه او خورا درناوی غوښتنه کوي چې د ټاکنو د پایلو د جمعه کولو بهیر د ټاکنو د قانون، طرزالعملونو او لایحو په رڼا کې په ګړندیتوب سره سرته ورسوي او د خپلو قانونی واکونو په درلودلو سره د ټاکنو پایلې د لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه د افغانستان شریف ولس ته اعلان کړي. دا چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ځینو دلیلونو پر بنسټ د ټاکنو مهالوېش بیا بیا ځل وځنډاو نو د بل ځل لپاره د پایلو ځنډول هیڅ قانونی توجیه نشي لرلی. دولت جوړونکی ټیم یو ځل بیا دټاکنو په ورستیو پړاوونو کې په روڼتیا ټینګار کوي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه په ټاکلې نېټه د ټاکنو د پایلو د اعلان غوښتنه کوي.
په درنښت
دولت جوړونکی ټاکنیز ټیم

Comments
Loading...