د  افغانستان د حراست او ثبات شورا وایي ولسمشر غني او عبدالله عبدالله  یوې هوکړې ته نیژدې شوي دي.

د دغې شورا غړی مسعود ترشتوال وایي دواړه لوري هوکړې ته د رسیدو په برخه کې سره نیژدې شوي دي.

هغه وایي مهم پرمختګ دادی چې دواړه دخیل لوري له ټاکنو د را پورته شوي کړکیچ د پای ته رسولو په موخه هوډ لري .

ترشتوال وایي دواړه لوري غواړي یوې هوکړې ته ورسیږي.

همدا راز ویل کیږي چې په پام کې ده نن شپه ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د اختلافونو د حل په موخه  سره وګوري.

د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی محمد اسماعیل خان وایي دا کتنه د پخواني ولسمشر  حامد کر زي او جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف په منځګړیتوب کیږي.

هغه وایي  دا دواړه هوکړه هم وکړي د یوه ښه حکومت د جوړولو  احتمال نشته.

 محمد اسماعیل خان وایي :”  له تیرو دوو اونیو را په دیخوا تګ راتګ دوام لري او نن شپه هم دا دواړه سره ګوري”.

اسماعیل خان وایي د ملي یووالي حکومت تیرو کړنو ته  په پام سره تمه نه کیږي چې د دواړو د هوکړې په صورت کې هم یو بریالی حکومت جوړ کړي.

اسماعیل خان وایي:” په یوه حکومت کې دوه مسوولین حتمن ستونزې لري ځکه چې  مصلحتونه وي، ترڅو میاشتو پورې باید فرصت ومومي چې سولې بهیر ته لاړشي که نه بل ډول نه بریالي کیږي”.

 د ولسمشر غني د لوړې له مراسمو وروسته د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ ناندرۍ ډېرې شوې.

کله چې ولسمشر غني د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د ولسمشر په توګه اعلان شو او د لوړې مراسم یې ترسره شول، عبدالله عبدالله یې له منلو ډډه وکړه.