ولسشمر غني له خلکو سره د غمرازۍ په موخه ننګرهار ته تللی دی

0 36

ولسمشر غني نن یکشنبه د ( تلې ۲۸ ) ننګرهار ته تللی دی، تر څو په دغه ولایت کې د جمعې د ورځې ورستۍ زړه بوږنونکې پېښې په تړاو ننګرهار اوسیدنکو سره غم شریکي وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي “ولسشمر محمد اشرف غني د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې اړوند د جودرې سیمې پر جامې جومات د ورستي تروریستي برید د قربانیانو له کورنیو سره د عمرازۍ په موخه، یادې ولسوالۍ ته ورسېد.”

له ارگ څخه په خپاره شویو انځورونو کې له ولسشمر غني سره د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب او د مشرانو جرګې رئیس ښاغلي فضل هادي مسلمیار هم لیدل کیږي چې ننګرهار ته تللی دي.

د جمعې په ورځ د تلې ( ۲۶ ) د ننګرهار په هسکه مینه ولسوالۍ کې د جمعې د لمونځ پر مهال چاودنه وشوه، چې ۶۶ لمونځ کوونکي مړه او ۳۶ نور تپیان شول.

چاودنه د جودرې سیمې په جامې جومات کې په داسې حال کې رامنځته شوه چې د جمعې لمونځ ادا کیده، او له اول رکعت ورسته د دویم رکعت په پیل کې چاودنه کیږي. دغې چاودنې هېواد کې دننه او بهر د خلکو او بنسټونو  جدي غبرګون له ځان سره لره، او دا یې بشري جنایت یاد کړ، افغان حکومت طالبانو او یو شمېر بهرنیو هېوادونو دغه برید په کلکه وغانده.

Comments
Loading...