وزیر پاکستان ته: که افغانستان سره دې ټولې تجارتي لارې خلاصې نه کړې، د پنجاب پولې در تړم

0 68

د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي علي وزیر د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی، که يې له پښتونخوا سره د افغانستان ټولې سوداګریزې لارې خلاصې نه کړې، له پښتونخوا، بلوچستان او کوټې سره به د پنجاب ټولې سوداګریزې پولې او لارې وتړي.

علي وزیر نن د پي ټي ام له لوري رابلل شوې جلسې ته وینا کې ویلي، پښتون چې هر چېرې وي، پي ټي ام به یې د اساسي حقونو لپاره مبارزه او غږ به پورته کوي.

هغه پاکستان ته خطاب کې ویلي، چې نورو هېوادونو کې جګړه مه غواړه، کنه خپل به په کې سخت وسوځېږې.

د هغه په وینا، د پاکستان حکومت باید پښتنو ته د پراخې پانګونې اجازه ورکړي او هڅه دې نه کوي چې خنډونه ورته جوړ کړي.

نوموړي یو ځل بیا ټينګار کړی چې د لر او بر یو افغان په شعار او حقیقت څوک سترګي نه شي پټولی.

Comments
Loading...