هند د کشمیر د پيښې پاکستانی طراح وواژه

0 163

هندي رسنۍ لیکي؛ ددغه هېواد پوځيانو نن د پاکستان سرې کرښې ته څیرمه د جيش محمد ډلې مشهور قومندان عبدالرشيد غازي وواژه.
د راپورونو له مخې؛ نوموړی د پاکستان تبعه او په هندي کشمير کې د وروستي بريد طراح و چې کم تر کمه ۴۰ نيمه پوځي سرتيري په کې ووژل شول.
دوی زیاتوي؛ ۳۵ کلن عبدالرشيد غازي شاوخوا يوه لسيزه وړاندې د جیش محمد ډلې سره يوځای شوی و او دا مهال یې د پرمختللیو چاودېدونکو توکو په جوړښت او سمبالښت کې تخصص درلود همدارنګه په دیني او نظامي زده کړو سمبال کس و.
عبدالرشيد غازي په افغانستان کې هم د جګړې پراخه تجربه درلوده.

Comments
Loading...