هندي رسنۍ: پاکستان د افغانستان پر وړاندې دوه ډوله لوبه پر مخ وړي

0 124

د هند “اېکنامېک ټایمز” ورځپاڼه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ اړوند کلني راپور په حواله لیکي چې په پاکستان د افغانستان پر وړاندې دوه ډوله لوبه پر مخ وړي؛ له یوې په افغانستان کې د سیاسي پخلاینې د ملاتړ چیغه وهي او له بلې خوا بیا د پاکستان حکومت په افغان طالبانو او حقاني شبکې بندیز نه لګوي.

همدغه ډله ده چې په پاکستان کې خوندي ځایونه لري او له هغه هېواد افغان او امریکايي ځواکونو ته په افغانستان کې خطر پېښوي.

پدې راپور کې همدا ډول د لشکر طیبه او جیش محمد ترهګرو ډلو په اړه هم ویل شوي چې په پاکستان کې مېشتې دي او په افغانستان او هند کې ترهګریز فعالیتونه کوي

Comments
Loading...