نیوزیلانډ کې پر لمونځ کوونکو برید ۴۹ وژل شوی

0 47

نیوزیلانډ کې یوه وسله وال ددې هېواد په کرایسټ چرچ ښار کې د نور په نوم په یوه جومات کې پر خلکو برید کړی. د راپورونو له مخې په دې برید کې ۴۹ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د یاد هېواد پولیس وايي، بریدګر یې نیولی او پلټنې ترې روانې دي.عیني شاهدانو ویلي، بریدګر چې د مرمۍ ضد واسکټ یې پرتن و، د نور جومات ته دننه شو او پر لمونځ کوونکو یې ډزې پیل کړې. ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو انځورنو کې ښکاري چې یو کس له وسلې سره جومات ته دننه کیږي او پر لمونځ کوونکو برید کوي. ویل کیږي برید هغه مهال شوی چې خلک د جمعې لمانځه لپاره جومات ته راټول شوي وو.

Comments
Loading...