نورستانۍ: یو ټاکنیز ټيم د رایو بیا شمېرنې جدي مخالفت کوي

0 96

د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، د ولسمشر یو نوماند د رایو د بیا شمېرنې د بهیر پيل جدي مخالفت کوي.

آغلې نورستانۍ نن جمعه رسنیو سره خبرو کې ویلي، د رایو د بیا شمېرنې پیل بهیر کې ځنډ دوی اندېښمن کړي دي.

نوموړې په دې برخه کې د کوم ټاکنیز ټیم نوم نه دی یاد کړی؛ خو تېره اوونۍ د عبدالله عبدالله ټیم وویل، تر هغه چې د دوی پوښتنو ته ځواب نه وي ویل شوی، د رایو بیا شمېرنې بهیر دې وځنډېږي.

نوموړي په یو ډول  اشار کړې، که چېرې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان بیا وځنډېږي، مونږ به ملت ته څه ووایو؟ دا خپله د اندېښنې وړ مسله ده.

پرون بیا د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون د ۱۸۴۴ محلونو د رایو بیا شمېر لار ښوونه کړې وه.

بلخوا، د دولت ساز ټيم بیا د رایو بیا شمېرنې بهیر کې پر ځنډ جدي نیوکه کړې  وه.

ټاکل شوې ده چې ټاکنو کمېسیون د روانې لړم میاشتې په ۲۳ مه نېټه، د جمهوري ریاست ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي، هغه څه چې لا هم خلک پرې باور نه دي.

Comments
Loading...