نورستانۍ: د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به ژر اعلان کړو

0 106

د ټاکنو کمېسیون مشره هوا عالم نورستانۍ وایي چې، د کندهار او ننګرهار د رایو بیا شمېرلو له بشپړېدو وروسته به لومړنۍ پایلې اعلان کړو.
د نورستانۍ په وینا “په ۷ ولایتونو کې لاهم د رایو بیا شمېرلو لپاره خنډونه شته، خو د خلکو انتظار باید پای ته ورسېږي. د کندهار او ننګرهار د رایو بیا شمېرنه نن چهارشنبه بشپړېږي. د پایلو له اعلان وروسته، که څوک شکایت لري د شکایاتو په کمېسوین کې دې ثبت کړي”.

Comments
Loading...