ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله ۹ تنه وژل شوي

0 70

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله، له دواړو خواوو ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وایي: دا پېښه نن سهار شاوخوا اوه بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ په بډا کڅ سیمه کې رامنځته شوې ده.

خوږیاڼي ویلي، پېښه د انور او ورېښمین د کورنیو ترمنځ رامنځته شوې چې ۹ تنه په کې وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

ویل کېږي دې شخړه کې ۵ تنه وژل شوي د انور له کورنۍ څخه دي او څلور نور د ورېښمین له کورنۍ دي.

د کورنیو تاوتریخوالو او شخصي دښمنو له امله ډيری وخت د ورته پيښو رپوټونه خپریږي.

Comments
Loading...