ننګرهار، بلخ او سمنګان ته پنځلس ټنه روغتیایي توکي لیږل شوي

0 38

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي بلخ ، ننګرهار او سمنګان ولایتونو ته پنځلس ټنه روغتیایی تجهیزات استول شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي په دغه توکو کې روغتیایی تجهیزات، درمل، د  مکروب ضد محلول او نور د اړتیا وړ توکی شامل دي چې اوه ټنه بلخ، پنځه ټنه ننګرهار او درې ټنه سمنګان ته استول شوي دي.

دا وزارت وایي غواړي په مرکز او ولایتونو کې د روغتیایی مرکزونو په سمبالولو سره د کرونا ویروس د خپریدو د ډېروالي مخه ونیسي.

Comments
Loading...