نامسول وسله وال د حکومتي پروژو مخه نیسي

0 127

نا امني او غیر مسوول وسله وال په بغلان کې د حکومت د پرمختیایی پروژو مخه نیسي. په بغلان کې چارواکي وايی په دغه ولایت کې په ځانګړې توګه لیرې پرتو سیمو کې نا امني او د غیر مسوولو وسله والو موجودیت د پرمختیایی پروژو او قوانینو د پلي کیدو مخه نیولې ده. په بغلان کې د حکومتي برنامو د ولسي ملاتړمسوول عبدالعلیم صفدر وايی دا یوه لویه ستونزه ده .

په همدې وخت کې د بغلان محلي مسوولین وايی د کلیو اوسیدونکي له نورو ډیر د جګړې له امله زیانمن او د حکومت له پرمختیایی برنامو بی برخې دي .

Comments
Loading...