موډي: د ترهګرۍ بنسټ هغه چا ایښی، چا چې د پاکستان جوړېدو نظریه وړاندې کړه

0 47

د هند لومړي وزیر نرېندرا موډي ویلي، ټرورېزم د نړۍ لپاره ګواښ دی او دا د ترهګرۍ بنسټ د هغوی لخوا کېښودل شوی، چا چې د پاکستان د ایجاد نظریه وړاندې کړه.

نریندرا مودي ویلي، پاکستان په ډېر پټ ډول سیالکوټ، جمو او راجستان کې د جاسوسۍ کارونه مخته وړي او ترهګریزو کړنو ته چمتو والی نیسي، خو په وینا یې د ده حکومت په دې وروستیو کې د ترهګرو پر ضد کوټلي او جراتمندانه ګامونه پورته کړي دي.

Comments
Loading...