مودي: هند د افغانستان د ولسواکۍ هراړخیز ملاتړ کوي

0 51

ولسمشر غني د هند له لومړي وزیر سره تلیفوني خبرې کړې دي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وایي  دواړو لورو یو بل ته د نوروز مبارکي وویله  او د نوروز جشن یې د دواړو هیوادونو ګډ فرهنګي او کلتوري میراث وګاڼه.

د هند لومړي وزیرنریندرا مودي ولسمشر غني ته یو ځل بیا د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په توګه  د بیا انتخابېدو مبارکۍ پرمهال وویل د افغانانو له لوري په ولسواکه توګه د زعیم ټاکل پر ولسواکۍ د دوی باور او ژمنتیا ښیي او هند د افغانستان د ولسواکۍ هراړخیز ملاتړ کوي

ولسمشر غني وویل، د هند ملاتړ موږ ته مهم دی او قدرداني یې کوو.

لومړي وزیر نریندرا مودي ته د سارک غړو هیوادونو د مشرتابه ترمنځ د ویډیو کنفرانس د نوښت مبارکي وویله. هغه زیاته کړه، دوی غواړي  د سارک سازمان غړو او د سیمې هیوادونو سره په ګډه د کرونا ویروس د مخنیوي پر ضد مبارزه وکړي.

مودي له جمهوررئیس غني څخه د سارک غړو هیوادونو وجهي صندوق سره د بسپنې د اعلان مننه وکړه او وې ویل، دا ښیي چې تاسو د سارک سازمان له لارې همکاریو ته ارزښت ورکوئ او دا د سیمې د هوساینې او سوکالۍ لپاره ستاسو یو مهم ګام دی

سرچینه وایي ولسمشر غني د هند لومړي وزیر څخه په مننې وویل، ټرانزیتي او اقتصادي همکارۍ باید جاري وساتو او هیله ده چې د افغانستان لپاره د اوړو او وریځو د خریدارۍ برخه کې اسانتیاوې لا زیاتې شي او د احتیاطي تدابیرو له لارې باید د کرونا سره جدي مبارزه وکړو.

Comments
Loading...