ملګرو ملتونو افغانستان ته نوې استازې ګومارلې

0 54

د ملګرو ملتونو عمومي منشی انتونیو ګوتریش مېرمن دیبورا لیونز د افغانستان له پاره  د دغه سازمان د ځانګړې استازې په توګه ټاکلې ده.

کاناډایی لیونز به هم د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په  افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشري دواړه کوي.

تر دې وړاندې تدامیچي یاماموتو دا مسولیت درلود.

Comments
Loading...