ملګروملتونو، پاکستان او کاناډا ولسمشر غني ته د بریالیتوب مبارکي ویلې

0 73

د پاکستان لومړي وزیر، کابل کې د کاناډا سفیر او ملګرو ملتونو ولسمشر غني ته مبارکي ویلې.

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر په توګه د بیا ټاکل کیدو له امله ولسمشرغني ته مبارکي ویلې.

 په اعلامیه کې د ولسمشر له ننۍ وینا هرکلی شوی چې ټول شموله حکومت جوړوي او سولې ته لومړیتوب ورکوي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  هم د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه، ټاکل کیدو له امله ولسمشرغني ته مبارکي ویلې او هیله یې څرګنده کړې چې افغانستان او پاکستان راتلونکې کې ګډ کار او ښې خپلمنځي اړیکې ولري.

په همدې وخت کې په کابل کې د کاناډا سفیر د خپل هېواد په استازیتوب ولسمشر غني ته مبارکي ویلې.

د کاناډا سفیر پر ټولو سیاسي مشرانو غږ کړی، چې د افغانستان ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د سولې لپاره سره متحد شي.

Comments
Loading...