محب: هېڅ هیواد باید له منفي لارو دلته د خپلو ناوړه لوبو عملي کېدو تکل ونه لري

0 41

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، چې افغان ولس د هر هغه چا مننه او درناوی کوي، چې دوستي یې ورسره کړې او ښه چلند یې کړی دی.

هغه په دې برخه کې د سویس هیواد یادونه کړې چې له اوږدو کلونو راهیسې په مختلفو برخو کې د افغانستان ملاتړی پاتې شوی او بېلابېلې همکارۍ یې کړې دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د سویس له سفیر توماس کولي سره په کتنه کې د ملي امنیت سلاکار ټینګار وکړ، چې زموږ هیواد ددې ډول همکاریو په سبب او په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانانو د نه ستړې کېدونکو هڅو له امله ډېر بدلون موندلی او پرمختګ یې کړی دی.

د سویس سفیر د خپل هیواد د همکاریو د دوام په یادونې سره ویلي، چې بې له شکه افغانستان لاهم د امنیت، بشري مرستو او جګړې په برخه کې داسې یوه حالت کې دی، چې باید لا ډېر کار او پاملرنه ورته وشي. هغه ټینګار وکړ، چې دې برخې ته د نړیوالو په تېره بیا د ګاونډیو هیوادونو پام جلبول ډېر مهم دي.

د ملي امنیت سلاکار وویل، چې افغان حکومت تر بل هر وخت ډېر له نورو ملکونو سره په تماس کې دی، دلته د هغوی استازولۍ شته او افغانستان هم لسګونه ملکونو کې سفارتونه لري. ده د ګاونډیانو په اړه وویل، چې افغانان د ښه ګاونډیتوب غوښتونکي دي، خو ځینې ګاونډیان بیا دوه ګونې لوبه کوي او خبرې او عمل یې سره توپیر لري.

ملي امنیت سلاکار د افغانستان سوله، وده او پرمختګ د ټولو په خیر بللی او ټینګار یې کړی، چې باید هېڅ هیواد هم له منفي لارو دلته د خپلو سیاستونو او ناوړه لوبو د عملي کولو تکل ونکړي.

Comments
Loading...