د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د نغلو برېښنا بند څلورم توربین يې له دولسو کلونو وروسته په اساسي ډول جوړ او نن ګټې اخېستنې ته وسپاره.

د افغانستان برېښنا شرکت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نغلو برېښنا بند څلورم توربین په بشپړ ډول له کاره لوېدلی و چې د افغانستان د برېښنا انجنیرانو په هلو ځلو جوړ شو.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددې توربین د بیا رغاونې چارو، دوه نیمې میاشتې وخت ونیو.

خبرپاڼه کاږي چې د نغلو برېښنا دویم توربین هم له کاره لوېدلی و چې هغه تېر کال جوړ شو.

په ورته وخت کې، د مالیې وزیر همایون قیومي او د برېښنا شرکت رییس امان الله غالب چې سروبي ته تللي و، هلته یې د سروبي برېښنا سب سټېشن چې درې نیم میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی و، نن افتتاح کړ.