قومي پرېکړه؛ چا چې داعش سره همکاري وکړه، کور يې سوځول کېږي

0 53

د ننګرهار ولایت په شینوارو او مومندرې ولسوالیو کې قومي مشرانو پرېکړه کړې، له دې وروسته چې هر څوک د داعش او طالبانو لیکو ته ورځي، یا ورسره همکاري کوي، کور يې سوځول کېږي، تر څنګ یې ۵ میلیونه افغانۍ نقدي جریمه کېږي.

د سیمې قومي مشرانو ویلي، داعش نور په شینوارو کې ماته خوړلې او څوک حق نه لري چې همکاري ورسر وکړي.

د هسکې مېنې یو قومي مشر وویل” د داعش له وجې زمونږ کورونه تباه شول، د کورنۍ لسګونه غړي مو له لاسه ورکړل، نور به يې سیمو کې پرېنږدو.”

بلخوا ننګرهار کې د ولسي پاڅون کوونکو مشر ملک دهقان بیا داعش ته خبرداری ورکړی دی چې نور به ورته د فعالیت اجازه ورنه کړي.

هغه وویل” د سیمې ټول خلک د داعش خلاف راپاڅېدلي، هغه کسان چې له داعش سره همکاري کوي، مجازات به شي.

تمه ده چې د ننګرهار ولایت شینوارو ولسوالیو کې د سیمه ییزې اردو ټولي جوړ شي.

Comments
Loading...