غور کې د طالبانو ماین چاودنې ۶ ماشومان وژلي

0 7

د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د دې ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله شپږ ماشومان وژل شوي او یو بل سخت ټپي دی. د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وایي، طالبانو دا ماین په همدې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره ځای پر ځای کړی وو چې پر ملکي وګړو یې چاودنه کړې او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده. نوموړي ویلي چې د قربانیانو عمرونه له اووه تر ۱۵ کلونو پورې دي. په ورته وخت کې د ولایتي شورا وکیل عبدالبصیر قادري هم یاده پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې ماین د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې ځای پر ځای شوی و. ویل کېږي طالبانو د همدې ولسوالۍ ډېری سیمې په ماینونو پوښلې دي خو یادې ډلې بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Comments
Loading...