غني: که بیا ولسمشر شوم، یوه اوونۍ کې له طالبانو سره مستقیمې خبرې پیلوم

0 155

ولسشمر محمد اشرف غني د جاپان په پلازمېنه توکیو کې له جاپانۍ خپرونې “نېکي آسیان ریویوو” سره مرکه کړې او هلته يې ویلي چې که ولسمشر وټاکل شوم، په یوه اونۍ کې د ننه له طالبانو سره مستقیمې خبرې غواړم.

ښاغلي غني بیان کړې چې “کلي” د پاکستان په لاس کې ده او هغه هېواد باید د سولې په خبرو کې “رغوونکی” او “ملاتړی” وي.

ولسشمر زیاته کړې چې طالبان کېدای شي په هېواد کې د اوسني قانون په شتون کې په یوه سیاسي ګوند بدل او فعالیت پیل کړي. هغه وویل: “طالبان باید ژوند وکړي، راویښ شي او پدې پوه شي چې که له تاوتریخوالي لاس واخلي، ډېری افغانان به دوی ته غېږه پرانیزي.”

ولسمشر ټینګار کړی چې له طالبانو سره سوله باید په افغانستان کې امنیت تأمین کړي او د همدې چارې لپاره باید طالبان د نړیوالو ترهګرو سره له ګډ کار او همکارۍ لاس واخلي او تاوتریخوالی، د نشه يي توکو کاروبار او له پاکستان سره دې اړیکې پرېږدي.

ولسمشر وړاندې ویلي چې د طالبانو وضعیت له نورو وسلوالو ډلو توپیر لري او د دوی زور ټول په تاوتریخوالي تېر دی.

د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه ولسمشر غني ویلي چې خبره د وتلو یا پاتې کېدو نه ده، خبره د ملاتړ د هغه ډول ده چې موږ وکولای شو خپلو امنیتي ځواکونو ته لګښت برابر کړو. هغه زیاتوي: “موږ د لګښتونو راکمول او ډېر مؤثریت غواړو او دې کار ته چمتو یو.”

غني وايي د سولې پروسه او د هېواد ډېپلوماسي باید سره ګډه نکړو. د امریکايي ځواکونو وتل یا راکمېدل په طالبانو پورې اړه نه لري او موږ کولای شو چې د دوی شمېره راکمه کړو.

غني وايي چې که په چوکۍ پاتې شو، د پایدارې سولې د ترلاسه کولو لپاره به فقر او بېوزلي راکمه کړي او دا یې یو اصلي هدف دی. د هغه په اقتصادي اجنډا کې د اوبو د بندونو زېربنا، کرنیز اصلاحات، د هېواد په سرچینو کې د پانګونې راجلبول او ښاري زېربنا شامل دي. افغانستان د “لېتیم” سترې زېرمې لري چې دا مواد د وسایطو او موبایل ټلیفونونو په بټریو کې کارول کېږي.

غني وایي چې له جاپان سره به “د موټرونو د صنعت او پراختیا د مرکز” په توګه ښکېل او کار وکړي.

د چین د یوه کمربند، یوې لارې د نوښت په اړه دی وايي چې افغانستان د هغې برخه نه دی “خو موږ د هغې بشپړونکي یو”.

ولسمشر اشرف غني وايی “د آسیا لپاره مهمه دا ده چې وتړل (وصل) شي” او څرګندوي چې د منځنۍ آسیا څخه جنوبي آسیا ته د سرچینو د ټرانسپورټ اهمیت څومره ډېر دی.

اشرف غني د ګڼو بشپړونکو نوښتونو د اړتیا خبره وکړه او د جاپان پر خصوصی او عامه سکټور يې غږ وکړ چې په افغانستان کې لاډېر راښکېل شي.

Comments
Loading...