غزني او پکتیکا کې د پاکستاني کلدارو چلښت صفر او ټغر یې ټول شو

0 112

غزني او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستاني کلدارو چلښت صفر او ټغر يې ټول شو دی.

د غزني او پکتیکا ولایتونو اوسېدونکي او مدني فعالین وايي، دغو ولایاتو کې د کلدارې چلښت صفر شوی دی او هېڅوک لېواله نه دي چې وې کاروي.

د افغانستان بانک سرچینو هم سیحون ته تایید کړې، چې یادو ولایتونو کې د پاکستاني کلدارو چلښت صفر شوی دی او هڅې روانې دي، چې په ننګرهار، کونړ، لغمان او خوست ولایتونو کې هم صفر شي.

سرچینو سیحون ته ویلي، نږدې ورځو کې به ننګرهار ولایت هم له پاکستاني کلدارو پاک اعلان شي.

د پاکستاني کلدارو خلاف تېرو درېیو میاشتو راهېسې په پراخه او ولسي کچه کمپاین پیل شوی دی.

هغو ولایتونو کې چې کلدارې پخوا دود وې، اوس یې خلک نه کاروي.

له پاکستاني کلدارو د پاک شویو ولایتونو اوسېدونکي وايي، نور د کلدارو چلښت ته لېواله نه دي؛ خو حکومت دې بیې کنټرول کړي.

Comments
Loading...