عدلي طب د پاکستاني ملا له لوري پخپل شاګرد جنسي تېری ثابت کړ

0 86

د خېبرپښتونخوا د مانسهرې پوليس وايي، د عدلي طب راپور ثابته کړه، چې د مدرسې ملا شمس الدین پخپل لس کلن زده کوونکي بار، بار جنسي تېری کړی دی.
پولیس وایي، د جنوري په ۲۷ د مانسهرې د په لړه تانې په سیمه کې قاري شمس الدین په مدرسه تعلیم القران کې پخپل لس کلن زده کوونکي بار، بار جنسي تېری کړی او هغه یې وهلی ټکولی او دوه ورځې پخپل اتاق کې بندي کړی و.
په مانسهره کې د پاکستاني پولیسو مشر صادق بلوچ وایي، شمس الدین د پېښې په دویمه ورځ نیول شوی او د ډي این اې معاینات یې عدلي طب ته استول شوي وو، چې راپور یې مثبت راغی.
تر پېښې وروسته دغه مدرسه تړل شوې او خلکو په سیمه کې په مدرسو کې له ماشومانو سره د بد چلند په اړه جدي غبرګون ښودلی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستاني مدرسو کې د ماشومانو د جنسي ځورونې راپورونه خپرېږي، تر دې وړاندې هم ګڼې دغه ډول پېښې شوې دي

Comments
Loading...