عبدالله: د راتلونکي بحران مسوول زه نه یم، تر وروستۍ سلګۍ مبارزه کوم

0 49

د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله وايي، زمونږ مقابل لوری ناقانونه کړنې کوي او هېواد کې د هر بحران مسوول به  دوی نه، بلکې دولت ساز ټیم وي.

هغه چې نن يې د لویې جرګې تالار کې یوې غونډې ته وینا کوله ویلي، د رایو بیا شمېرنې بهیر نه مني.

نوموړي څرګنده کړې چې هېچاته به د قانون ماتوونې  اجازه  ورنه کړي.

هغه وویل، له امنیتي ځواکونو څخه شخصي استفاده کېږي.

عبدالله وایي، دا ځل هیڅ ډول معاملې ته غاړه نه ږدي، ځکه په وینایې په ۲۰۱۴ کال کې یې د مصلحت لپاره د ملي یوالي حکومت ته غاړه کېښوده ، خو خلکو یې درنه بیه پرې کړه.

Comments
Loading...