طالبان د نړۍ تر ټولو خونړۍ ډله وپېژندل شوه

0 45

د نړيوال تروریزم د نوې درجه بندۍ له مخې په ۲۰۱۸ ميلادي کال کې د وسله‌والو طالبانو ۷۱ سلنه بريدونه زیات شوي وو چې له امله یې ياده ډله د نړۍ تر ټولو خونړۍ ترهګره ډله وګڼل شوه.

په دې درجه بندۍ کې راغلي، وسله‌والو طالبانو په روان لمریز کال کې ۶۱۰۳ تنه کسان وژلي دي.

د استرالیا په سدني کې د اقتصاد او سولې انستیتوت د دغې تازه سروې شمېرې خپرې کړې:

«وسله‌وال طالبان په نړۍ کې لومړۍ درجه خونړۍ ډله وګڼل شوه، داعش ډله په طالبانو پسې دویمه خونړۍ ترهګره ډله یاده شوې ده چې تر ډېره په عراق او سوریې کې فعالیت کاوه، د داعش ډلې په ۲۰۱۸ کې ۱۳۲۸ کسانو مسؤله ګڼل شوې او د دوی له لورې د وژل شویو کسانو سلنه ۷۰ ته ښکته شوې ده.»

دا شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په افغانستان کې د روان کال په نهو میاشتو کې ۲۵۶۳ تنه ملکیان وژل شوي او ۵۵۷۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

Comments
Loading...