طالبان: د سولې بهیر باید نور ونه ځنډول شي

0 54

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وایي د طالبانو د مشر مرستیال ملا برادرآخند او ورسره پلاوي څو ځلې له زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

شاهین وایي په دې ناستو کې د سولې خبرو بهیر په چټکتیا تفصیلي خبرې شوې او ملا برادر په ډاګه کړې چې د افغانستان د مسلې حل د هوکړې په بشپړ عملي کولو کې دی.

شاهین وایي په دې ناسته کې ټینګار شوی چې د بندیانو خوشي کول بین الافغاني خبرو ته زمینه برابروي. د هغه په وینا له موافقتنامې پرته نور میکانیزمونه د سولې پروړاندې خنډ ګرځي او نوره باید د سولې پروسه زیانمنه او ونه ځنډول شي.

Comments
Loading...